په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۳۳۰ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۶۶۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۷ زره او ۱۰۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۶۱۵ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۰ زره ۷۵۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۰ زره او ۳۵۲ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۴۰۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۱ میلیونه ۲۷۸ زره او ۴۷ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.