په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۳۲ زرو نه واوښته

1506279
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۸۷۲۲   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۵  زره او  ۲۹۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۲۹  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۲  زره ۳۸۲   تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۲  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۱ زره او  ۷۵۴ ته لوړه شوې ده.

همداشان  د ناروغانو د ۱۳۹۸    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۱  میلیونه  ۳۹۳  زره  او ۳۱۲   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه