ولسمشر اردوغان د ناټو د مشر سره لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان عمومي  مشر ینس ستولتنبرګ سره لیدنه وکړه.

1503383
ولسمشر اردوغان د ناټو د مشر سره لیدنه وکړه

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیر ماښام د ناټو د سازمان مشر ینس ستولتنبرګ او ورسره مل هئیت حضور ته قبول کړ.

ولسمشر اردوغان د ناټو د مشر سره پدې لیدنه کې د ترکیې او ناټو پر اړیکو، ختیځې مدیترانې، سوریې، لیبیا او د سیمې پر مهمو پرمختګونو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان د منفي دریځ او کړنو سره سره په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او یونان د عسکري عناصرو ترمنځه د هر ډول پيښې او حادثې د رامنځته کیدو د مخنیوي په خاطر د ناټو سازمان د هلو ځلو نه ترکیې د پيل نه قوي ملاتړ کړی دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه  د ټولې سیمې او اروپا د امنیت او استقرار په خاطر په یواځې ځان د کډوالو د بحران پر خلاف مبارزه کوونکی او په لیبیا کې د توان او برقرارۍ او ثبات  د ټینګښت په خاطر هڅه کوونکی د ناټو یواځنی غړی هیواد دی. ترکیه هم د خپلو او هم د خپلو متحدینو د ګټو او منافعو په نظر کې نیولو سره چلند کوي چې د نورو متحدینو نه هم  د ورته چلند تمه کوي.

ولسمشر اردوغان د قره باغ د روانې ستونزې په اړه وویل چې  د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا او اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د ډلې د پریکړو له مخې ارمنستان د اذربایجان د اشغال کړو سیمو نه باید هر څه ژر او پرته د هر ډول قید او شرط نه ووځي.

همداشان ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په اړه وویل چې له بده مرغه نن ورځ د ناټو سازمان بعضي غړي هیوادونه پر ځای ددې چې د ترکیې سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې اوږه ورکړي د پ ک ک ترهګري سازمان او څانګو سره يي مرسته او همکارۍ ته دوام ورکوي. د فتو ترهګري سازمان منسوبینو ته پناه ورکوي او د هغوې حمایت کوي. دا مسئلې د ناټو سازمان اتفاق ته زیان رسوي .

ولسمشر اردوغان وویل چې د ناټو سازمان غړي او متحد هیوادونه باید د ترکیې سره پوره همکاري او همغږي وکړي.د ناټو سازمان غړي د اتفاق چارې د خطر سره د نه مخامخولو په خاطر باید خپل مسئولیتونه اداء کړي.



اړوند خبرونه