ولسمشر اردوغان د لیبیا د لومړی وزیر سره لیدنه وکړه

ولسمشر د لیبیا لومړی وزیر سراج سره لیدنه وکړه

1502690
ولسمشر اردوغان د لیبیا د لومړی وزیر سره لیدنه وکړه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا لومړی وزیر فیض السراج حضور ته قبول کړ.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د واحدالدین په ماڼۍ کې د لیبیا  د ملي وفاق حکومت لومړی وزیر فیض السراج سره لیدنه وکړه. د یو ساعته دوه په دوه لیدنې نه وروسته د هیتانو ترمنځه لیدنه وشوه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د لیبیا د لومړي وزیر سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د پوره همغږۍ په چوکاټ کې د لیبیا نه ملاتړ ته دوام ورکوي. ترکیه د لیبیا د یواځني مشروع ملي وفاق حکومت سره د اړیکو د لا پياوړي  کولو په  خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او لیبیا ترمنځه لاسلیک شوی د سمندري حدوداتو د صلاحیتونو هوکړه لیک  د ملګروملتونو سازمان لخوا تسجیل او تاییدل د خوښۍ ډک یو پرمختګ دی. ترکیه د لیبیا د امنیت ،  استقرار او هوساینې په خاطر هر ډول مرستو ته چمتو دی.  د لیبیا سره به زمونږ مرستې دوام وکړي.
 



اړوند خبرونه