د ناټو مشر د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغی

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

1503041
د ناټو مشر د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغی

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ په انقره کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې لومړی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره لیدونه وکړه.

د لیدنې نه وروسته دواړه   په ګډه خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې.

ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د رامنځته شوو پیښو نه وروسته د خپلو ملي ګټو او قبرس د ترکانو د حقونو نه دفاع کوي. ترکیه نه غواړي چې  د ناټو  متحدینو ترمنځه  هر ډول ستونزه او پيښه رامنځته شي. د یونان دریځ په لومړنیو ورځ کې ډیر منفي‌ وو. لومړنۍ ستونزې د یونان لخوا سیمې ته د جنګي‌ کښتیو د استولو  سره رامنځته شوې. یونان هم اوس په غونډو کې ګډون کوي چې دا د خوښۍ خبره ده. د ناټو د مشر ستولنبرګ نه د هلو ځلو له امله يي مننه کوو. د پولنډ د مرستې نه هم مننه کوو.

د ښاغلي‌ ستولتنبرګ سره مو په لیدنه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. زمونږ په اند د افغانستان نه بیړني توګه د ځواکونو ویستل پر ځای اقدام ندی. پدې مسئلې باید ډیر غور وشي. همداشان عراق په مسئلې مو هم خبرې وکړې. عراق نن ورځ‌ مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. ددې ستونزو حل د نړۍوالې ټولنې د مرستې پرته ناممکنه ده. 

همداشان هغه وویل چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ناټو د متحدینو نه د لاس قوي‌ مرستې تمه کوي. هو که چیرې مرسته نکوي‌ نو لږ تر لږه د ترهګرو نه دې ملاتړ او مرسته نکوي.

نن یو زیات شمیر د ناټو متحدین د پ ک ک ترهګري سازمان سره مرسته او ملاتړ کوي‌ چې دا د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې عمل دی.

موږ دا خبره د ښاغلي‌ستولتنبرګ سره شریکه کړه چې د نورو غړیو سره يي شریکه کړي.

همداشان هغه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو په اړه وویل چې د ناټو غړیو پر ترکیې د پاتریوت توغندیو د پلورولو نه ډډې کولو نه وروسته ترکیه مجبوره شوه چې د روسیې نه اس ۴۰۰ توغندي‌ راونیسي. ځکه چې دا زمونږ جدي‌اړتیا وه. 

همداشان د ناټو مشر بیا  د ترکیې نه د ناټو سازمان د یو ډیر مهم متحد په توګه یادونه کړه او وویل چې ترکیه د ناټو سازمان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ستولتنبرګ په د ماښام په ساعتونو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا حضور ته ومنل شي.

همداشان ستولتنبرګ به د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار سره هم لیدنه وکړي.

پدې لیدونو کې به د ختيځې مدیترانې په پرمختګونو او روان کړکیچ او د یونان لخوا تیره ورځ د اعلان شوي غیرې قانوني‌ سمندري‌ خبرداري‌ په ګډون په سیمه ایزو مسئلو خبرې وشي.

ستولتنبرګ به په انقره کې د لیدونو کتنو نه وروسته سبا د یونان پلازمینې اتن ته سفر وکړي.



اړوند خبرونه