په ترکیه کې د کرونا ضد واکسین په انسانانو امتحان پیل شو

په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین چارې وروستي پړاو ته رسیدلي‌ دي.

1502403
په ترکیه کې د کرونا ضد واکسین په انسانانو امتحان پیل شو

په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین په انسانانو امتحاني‌ پړاو پیل شو.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  د تکیرداغ په ولایت  کې د کوچاق د درمل جوړولو په فابریکه کې د کووید ۱۹ ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د کرونا ضد واکسین د جوړولو د لابراتور نه لیدنه وکړه او د واکسین چارو په اړه يي د مسئولینو نه معلومات واخیستل.

همداشان د واکسین د چارو په اړه يي د معلوماتو د اخیستو نه وروسته د ولسمشر اردوغان سره اړیکه ټینګه کړه او پرمختګونه يي‌ ورسره شریک کړل.

د روغتیا وزیر ولسمشر اردوغان ته په هیواد کې  د کرونا ضد واکسین ۱۳ جلا جلا واکسین چارو چې د ۳ چارې وروستي‌ پړاو ته نږدي‌ شوي‌ دي‌ او په حیواناتو باندې ازمایښتونه په بریالیتوب سره رسیدلي‌ دي او پر انسانانو يي امتحاني‌ پړاو د پییلیدو په اړه ‌ زیری ورکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان هم د روغتیا وزیر او واکسین جوړولو ډلې ته د زړه له کومه مبارکي ورکړه او مننه ترینه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې د واکسین وروستی پړاو امتحان هم هر ژر په بریالیتوب پایته ورسیږي او خلکو ته د واکسین په تطبیق پيل وشي.

ولسمشر اردوغان وویل پوره باور لرم چې دا واکسین به په هیواد کې د ناروغانو شمیره په جدي دول راټیټه کړي او د ټولو لپاره به د شفاء په سرچینې بدل شي. همداشان دا واکسین به زمونږ راتلوونکی تضمین کړي.



اړوند خبرونه