په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویورس د مثبتو پيښو شمیره ۳۲۰ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۲۶۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۳ زره او ۵۴۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۰۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۲۰ زره ۷۰ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۸۱ زره او ۱۵۱ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۴۰۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۰ میلیونه ۴۹۳ زره او ۸۰۷ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.