ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو او اړوندو اداراتو مشرانو ته جلا جلا لیک استولی

ولسمشر اردوغان د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه د اروپايي ټولنې ټولو غړیو هیوادونو مشرانو او ااړوند اداراتو ته جلا جلا لیکونه استولي دي

1500073
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو او اړوندو اداراتو مشرانو ته جلا جلا لیک استولی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د اداراتو رئیسانو او غړیو هیوادونو مشرانو ته جلا جلا لیکونو په استولو سره د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه د ترکیې دریځ او ستونزو د حل په اړه وړاندیزونه وړاندې کړي  دي.
ولسمشر  اردوغان په لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې ترکیه د ختیځې مدیترانې سیاستونه دوه مهم هدفونه لري. لومړی په ختیځه مدیترانه کې  د سمندري صلاحیت برخه د نړۍوالو حقوقو  حق او  عدالت سره سم محدودولو او په خپلو سمندري حدوداتو د ازادو حقونو او صلاحیتونو نه دفاع کول دي.
دویم هدف مو قبرس په ټاپو کې د قبرس ترکانو لپاره د  مساوي  حق او حقوقو ته زمینه برابرول او د هیدروکاربن په زیرمو کې د مساوي  حق او ګټې  تضمینول دي. 
همداشان  غواړم یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار او تکرار سره ووایم چې د یونان سره پرته د قید او شرط نه مذاکراتو ته چمتو یو .پدې چوکاټ کې مو په سیمه کې د شدت د کچې د راټیټولو په خاطر د ناټو سکرتر لخوا د سمندري او هوايي ځواکونو د جلا کولو د تشبث نه  د پوره ملاتړ نه د بیلګې په توګه یادونه کوم.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان دا لیک یونان او سویلي قبرس روم ادارې نه پرته نورو ټولو غړیو هیوادونو او اړوند اداراتو مشرانو ته استولي دي. په لیک کې ویل شوي دي چې د ختیځې مدیترانې روانه ستونزه د عادلې او سوله ایزې حل لارې سره حلول د هر چا مسئولیت دی.
  ددې لپاره همکاریو او ډیالوګ نه ملاتړ  او روان بحران د ژورولو اړوند د هر ډول ګامونو او اقداماتو نه باید لاس واخلو او ډډه وکړو. 
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې زمونږ صمیمي غوښتنه د مارچ ۱۸ مې د هوکړه لیک د ننیو شرایطو په نظر کې نیولو سره  نوی کول او یا بیا کتنه پرې کول او د ترکیې او اروپايي ټولنې اړیکې په هرو برخو کې د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره پړاو په پړاو لا لوړې سویې ته رسول دي.
دې موخې ته د رسیدو لار د غیرې قانوني کډوالۍ، ترهګرۍ، تجارت او انرژۍ په څیر په یو زیات شمیر مختلفو برخو کې اړیکي د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره د پرمختګ نه تیریږي. دې هدف او موخو ته د رسیدو په خاطر ستاسې د ټولو د مرستې او ملاتړ انتظار کوو.



اړوند خبرونه