د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

فخرالدین التون د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

1500329
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون  د ترکیې نه د  امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې استفاده کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

التون د مسئلې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې  امریکايي سیاستوال  صمیمیت او درستوالي ته راوبلل.

هغه ویلي دي‌ چې د ترکیې او امریکا د اړیکو نه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې استفاده کول یو ډیر ناخوښی عمل او اقدام دی. 

هغه ویلي‌ دي‌ چې « په ځانګړې توګه د ناټو متحد هیوادونه ددې ډول مسئلو نه باید ډډه وکړي. د ترکیې په مقابل کې دا ډول کړنې د ورور هیواد اذربایجان ترڅنګ زمونږ د دریدو مخه نیولی نشي.

پداسې حال کې چې ترکیه هر ګام د نړۍوالو حقوقو سره سم اوچتوي خو بیا هم ځیني‌ امریکايي سیاستوال د ارمني لوبي د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر د سیمې د تاوتریخوالي نه د ټاکنو د موادو په توګه کار اخلي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ترکیه تل په سیمه کې د سولې او استقرار غوښتونکی دی او د سولې او استقرار غوښتونکي‌ اذربایجان ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوي. 



اړوند خبرونه