په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۱۴ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۷۹۹۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۱ زره او ۱۱۹ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۶۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۱۴ زره ۴۳۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۷۵ زره او ۶۳۰ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۵۸۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۰ میلیونه ۳۷ زره او ۷۰۰ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله