په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۳۱۱ زرو نه واوښته

1497552
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳    تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۸۵۸   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۲  زره او  ۸۸۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۶۵  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۱۱   زره ۴۵۵  تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۸  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۷۳ زره او  ۲۸۲ ته لوړه شوې ده.

 

همداشان  د ناروغانو د ۱۶۰۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۸۳۴ زره  او ۵۷۲    ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه