په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۳۱۰ زرو ته قابو شوه

1496977
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۷۸۵    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۳  زره او  ۳۱۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۷۲۱ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۰۹  زره ۷۹۰  تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۴۱  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۷۱ زره او  ۹۶۴ ته لوړه شوې ده.

 

همداشان  د ناروغانو د ۱۵۷۳    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۷۲۱ زره  او ۶۸۷   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه