ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

1495614
ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  ولسمشر اردوغان تیره شپه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې. دا ټیلیفوني خبرې  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون  په غوښتنه ترسره شوي دي. پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او فرانسې او ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو او د ختیځې مدیترانې په ګډون د سیمې پر مهمو پرمختګونو او وضعیت خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د روانو ستونزو او اختلافاتو یواځنی لامل  په سیمه کې د ترکیې او قبرس د ترکانو  مشروع حق او حقوق په هیڅ شمیرل او سترګې پرې پټول دي. دا چې فرانسه د یونان او سویلي‌ قبرس نه چې په سیمه کې ستونزو ته لمن وهي او د خپل وس او توانه پورې مشکلات خلق کوي ولې ملاتړ کوي‌ پدې نه پوهیږو. 

ترکیه نه د چا حق خوري  او نه هم چا ته د ترکیې د حقونو د خوړولو اجازه ورکوي. ترکیه د تل په څیر نن ورځ هم د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې د ستونزو د حل پلوي‌ کوي‌ او د مذاکراتو او همکارۍ نه ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په سیمه کې د روانو ستونزو او اختلافاتو د کچې د راټیټولو په خاطر باید د ډیپلوماسۍ د فرصتونو نه ښه استفاده وشي او دوامداره مذاکراتو د بهیر  د رامنځته کولو په خاطر  باید هر ډول ستونزو باندې خبرې وشي. ترکیه ټولې ستونزې د مذاکراتو د لارې د حلولو پلوي‌ او غوښتنه کوي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه پدې بهیر کې د فرانسې نه معتدل او ساختاري دریځ د غوره کولو تمه کوي. د ترکیې او فرانسې ترمنځه سلامشورو او تماس مکانیزم باید تل پرانستی وي .

ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د مشرانو د سرمشریزې نه د ترکیې سره د ډیالوګ او همکارۍ تشویق د پریکړې تمه لرو. ځکه چې  د ترکیې او ټولنې همکاري د سیمه ایزو ستونزو د حل له پلوه ځانګړی اهمیت لري.



اړوند خبرونه