په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۰۸ زرو نه واوښته

1496174
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۷۱۱    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۲  زره او  ۱۰۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۷۶۷ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۰۸  زره ۶۹ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان چې په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲۷  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۷۰ زره او  ۷۲۳ ته لوړه شوې ده.

 

همداشان  د ناروغانو د ۱۵۶۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۶۰۸ زره  او ۳۷۰   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه