د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت  ارمنستان ته خبرداری ورکړ.

ترکیې په ارمنستان هر څه ژر په اذزبایجان بریدونو ته د پای ټکی کیږدئ غږ وکړ

1495308
د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت  ارمنستان ته خبرداری ورکړ.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د ارمنستان لخوا د تووز په سیمه کې د اوربند نه د سرغړونې او یو تن اذربایجاني‌ سرتیري د شهیدولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې ملي‌ دفاع وزارت په ارمنستان هر څه ژر د اور سره د لوبو کولو نه د لاس اخیستو خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت په خپور کړي پیغام کې ویلي دي‌ چې ارمنستان چې د اذربایجان بره قره باغ سیمه په غیرې قانوني توګه اشغال کړې اوس د تووز په سیمه وخت نا وخته د بریدونو سره د اوربند نه سرغړونه کوي. همداشان د ارمني‌ ځواکونو په برید کې یو تن اذربایجاني‌ سرتیری په شهادت رسیدلی دی. ترکیه په ارمنستان د اور سره لولو کولو نه لاس واخلۍ غږ کوي‌ او خبرداری ورکوي. 

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په ارمنستان غږ کړی چې د اذربایجان پرخلاف بریدونو ته د پای ټکی کیږي او خپل عقل سر ته راولي.

همداشان چاوش اوغلو د ارمنستان په برید کې اذربایجاني‌ سرتیري د شهادت له امله د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

چاوش اوغلو ددې غمیزې له امله د اذربایجان ملت او دولت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي‌ دي.



اړوند خبرونه