قالن : د سراج استعفا د ترکېې او لیبیا پر اړیکو هیڅډول اغیزې نکوي
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د لیبیا د ملي وفاق حکومت د لومړي وزیر فیض السراج استعفا به د ترکیې او لیبیا ترمنځه پر لاسلیک شوو تړونونو هیڅډول اغیزې ونکړي.
ابراهیم قالن د لیبیا د وروستیو پرمختګونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د ترکیې او لیبیا ترمنځه په شوو تړونونو هیڅډول سیاسي بهیر اغیزې کولای نشي ځکه چې دا حکومتونو ترمنځه شوي تړونونو دي د اشخاصو ترمنځه ندي لاسلیک شوي. د لیبیا د ولسمشرۍ شورا لخوا پریکړې خپل اعتبار ته په عینې شکل سره دوام ورکوي.
هغه د سراج د استعفا د پریکړې په اړه وویل « ښاغلي سراج د خپلې استعفا په اړه ویلي دي چې د ولسمشرۍ شورا اړوند روانو چارو ته د فرصت ورکولو او په سالمه توګه د هغوې د پرمختګ لپاره له خپلې دندې نه استعفا کوم. هغه وویل چې دا د هغه ترجیح ده . کیدای شي چې د چارو د لا ښه پرمختګ په خاطر يي داسې یوه لاره غوره کړي وي. هغه وویل چې د لیبیا د ولسمشرۍ شورا، مجلس او ښاغلي سراج سره به زمونږ تماس دوام وکړي.
ولسمشر اردوغان په ختيځه مدیترانه کې روانې پرمختګونو په اړه وویل چې « په مدیترانه کې د ټولو هغه هیوادونو په ګډون چې د مدیترانې په څنډه کې پراته دي په ګډون د عادلې د انرژۍ د پلاټ فورم کنفرانس ، غونډه او هر ډول بهیر پیلولو ته په مثبته سترګه ګورو.
زمونږ ولسمشر وار د مخه دا خبره د خپلو مخاطبینو سره شریکه کړې ده . ولسمشر اردوغان به په راتلوونکو ورځو کې د اروپا د شورا رئیس او هم د جرمني د لومړۍ وزیرې سره په لیدنه کې بحث وکړي.
هغه وویل ترکیه د سیمې موجود شتمني په عادله توګه د ټولو ترمنځه د ویشلو غوښتنه کوي. دا سخته او ناممکنه خبره نده.
هغه د امریکا لخوا پدې وروستیو کې د قبرس پر ادارې د لګولو بندیزونو د لرې کولو په اړه وویل، امریکا د خپل دې یو پلوي اقداماتو سره ددې بهیر سره مرسته کولې نشي.
د امریکا لخوا په سویلي قبرس د وسلو د بندیر لرې کولو نه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا سویلي قبرس ته سفر او د ترک پلو سره لیدنه نه کول دا ټول د هغوې د یو پلوي اقداماتو بیان کوي. امریکايي چارواکي وایي چې په سیمه کې ستونزې نه غواړو او د عادل ویش پلوي کوو خو پخپله بیا پدې خبره عمل نکوي.
که چیرې امریکا غواړي چې په سیمه کې منځګړي په توګه رول اجرا کړي نو یواځې د روم پلو سر نه د ترک پلو سره هم باید لیدنې وکړې وکړي او تماس ټینګ کړي .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله