د ټي آر ټي‌ رئیس : په روان سیزن کې به داسې تاریخي‌ ډرامې نندارې ته وړاندې کړو چې د چا هیرې نشي

د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون رئیس وویل چې پدې سیزن کې به نندارچیانو ته داسې پروژې وړاندې کړو چې یواځې د نندارې وړ نه بلکې داسې اغیزې تر شا پریږدي‌ چې د اوږدې مودې لپاره د چا هیرې نشي.

1494492
د ټي آر ټي‌ رئیس : په روان سیزن کې به داسې تاریخي‌ ډرامې نندارې ته وړاندې کړو چې د چا هیرې نشي

 

هغه د انادولو خبري‌ اژانس سره د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د نوي‌ سیزن د پروژو په اړه پوښتنې ځواب کړې. همداشان د هغه پروژو په اړه يي چې په همدې شپو او ورځو کې به نندارې ته وړاندې شي په اړه معلومات ورکړل.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون پدې سیزن کې نندارچیانو ته ډیر ستر ستر زیري لري. داسې پروژې به وړاندې شي چې په اسانه اسانه د چا هیرې نشي. 

پدې سیزن کې به نندارچیانو ته یوه ډیره په زړه پورې تاریخي‌ ډرامه نندارې ته وړاندې کړو. د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون ډیر زیات مینه وال لري. دا مینه وال په ځانګړې توګه زمونږ نه د تاریخي‌ ډرامو او کیسو غوښتنه کوي چې مونږ هم ورته تاریخ راژوندی کوو. 

داسې تاریخي‌ ډرامې به نندارې ته وړاندې کړو چې د اوږدې مودې راهیسې پرې کار روان وو. د ترکیې ډیر نامتو تاریخ پوهان، ډیر مشهور استادان، هنرمندان پدې پروژو کار کوي.

ددې ډرامو نه یوه هم د«  لوی سلجوقیانو ویښیدل » په نامه ډرامه ده چې په نږدې شپو ورځو کې به نندارې ته وړاندې شي. هغه وویل چې ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون ددینه مخکې هم ډیرې سترې سترې پروژې لکه قیام  ډرامې سره د نړۍ په کچه ډیر ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی. پدې ډرامه کې به په ترکیه کې د قصرونو د مدنیت په اړه معلومات وړاندې شي. 

همداشان د جنوري په میاشت کې به د بارباروس په نامه تاریخي‌ ډرامه نندارې ته وړاندې شي.

هغه وویل چې د ترکیې د سمندري چارو او ځواکونو  تاریخ اوسنی او یا څو لسیزو مخکې ته نه رسیږي بلکې په سلګونو سلکونو کلونو مخکې ته رسیږي. په همدې چوکاټ کې د خیرالدین پاشا او اوروچ رئیس کښتئ د ترکیې د سمندري‌ ځواکونو او چارو په تاریخ کې یو ځانګړی ځای او موقف لري. د همدې امله دا ډرامه ددوې په اړه جوړه شوې ده .



اړوند خبرونه