په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳ میلیونو ته نږدې شوه

1493548
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

  په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۳۷۷    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۱  زره او  ۱۱۳     تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۷۷۱   تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۹۹  زره ۸۱۰  ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶۰    تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۶۴  زره او ۸۰۵  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۴۰۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۷۶  زره ۲۷۸  ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه