ترکیې په مدیترانه کې یو ځل بیا سمندري‌ خبرداری اعلان کړ

ترکیه : یونان د لوزان معاهدې نه د سرغړونې سره د ساکز ټاپو ته هم وسله وال لیږلي‌ دي

1490947
ترکیې په مدیترانه کې یو ځل بیا سمندري‌ خبرداری اعلان کړ

 ترکیې د یونان لخوا د لوزان معاهدې نه د سرغړونې سره د ساکز ټاپو په وسلو د سمبالولو له امله په سیمه کې سمندري‌ خبرداری خپور کړ.

ترکیې د یونان لخوا د نړۍوالو حقوقو او معاهدو د خپو لاندې کولو مسئله دا څل د سمندري‌ خبرداري‌ په خپرولو سره نړۍ ته اعلان کړه.

د ویلو ده چې نوی سمندري‌ خبرداری د ترکیې د سمندري ځواکونو د هیدروګرافي او اوشینوګرافي د ریاست لخوا خپور شوی دی.

ترکیې ویلي دي چې د ساکز ټاپو چې د لوزان معاهدې له  مخې باید د هر ډول وسلو او وسله والو  ځواکونو نه پاکه وي  خو یونان د ټولو نړۍوالو حقوقو او معاهدو نه په سرغړونې سره دلته سرتیري‌ خای په خای کړي دي. 

ترکیې په سیمه کې هر ډول پوځي‌ حرکاتو په موخه سمدري‌ خبرداری اعلان کړی دی.



اړوند خبرونه