قالن : ترکیه د چا د خاورې د نیولو هود او نیت نلري

ابراهیم قالن : ترکیه نه د چا حق خوري‌ او نه هم نورو ته د خپل حق د خوړولو اجازه ورکوي

1490246
قالن : ترکیه د چا د خاورې د نیولو هود او نیت نلري

 د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه د چا د خاورې د نیولو نیت او هوډ نلري.

ابراهیم قالن په مدیترانه کې وروستیو  پیښو ته په اشارې سره ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یونان او اروپا ته یو ځل بیا یو چانس ورکړی چې ددې چانس نه باید په ډیره ښه توګه استفاده وکړي او لازم ګامونه اوچت کړي.

قالن زیاته کړه «ترکیه  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د قوي‌ مشرۍ سره هم په ساحه او هم د مذاکراتو په میز د یو ډیر قوي‌ او پياوړي‌ اکټور په توګه د خپل حق او ګټو نه دفاع کولو ته دوام ورکوي. یونان او اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو ته ورکړل شوي‌ چانس نه باید په ډیره ښه توګه استفاده وکړي او لازم ګامونه اوچت کړي. په ختیځه مدیترانه کې موجودې ستونزې د سوله ایزو حل لارو څخه حلولو ممکن دي. 

د حقانیت هر اړخیزو او صمیمي دریځ به ددې بهیر سره مرسته وکړي.

ترکیه د چا خاورې د نیولو نیت او هوډ نلري او هیچا ته به اجازه هم ورنکړي‌ چې د ترکیې حق او حقوق د خپو لاندې کړي‌ او وخوري. 

 



اړوند خبرونه