ولسمشر اردوغان لخوا د فرانسې ولسمشر ته ډیر سخت ځواب

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې زمونږ مبارزې د هیواد د روښانه راتلوونکي‌ لپاره روانه ېکړ د استقبال مبارزه او مجادله ده.

1489572
ولسمشر اردوغان  لخوا د فرانسې ولسمشر ته ډیر سخت ځواب

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې زمونږ مبارزې د هیواد د روښانه راتلوونکي‌ لپاره روانه ېکړ د استقبال مبارزه او مجادله ده.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د عدالت او پراختیا ګوند ۱۰۰ زره نوي‌ غړي‌ پروګرام ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته د خپلې وینا په ترڅ کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ه پر ترکیې د ترهګرۍ، فشارونو او اقتصادي‌ بریدونو  اصلي‌ هدف په اصل کې زمونږ همدا ویاړلې او عظیمه مبارزه ده. دوي‌ غواړي‌ چې مونږ ددې مبارزې نه لاس په سر کړي.

ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې  ددوې درد او هدف د عدالت او پراختیا ګوند او یا رجب طیب اردوغان ندی. ددوې درد او هدف د ترکیې ستر او میړانه ملت دی. د ترکېې مځکنۍ بشپړتیا نه تر دولته پورې دا ددوې د سترګو پر وړاندې اغزي دي. هغوې غواړي‌ چې د عدالت او پراختیا ګوند او رجب طیب اردوغان په بهانه ترکیه په ګونډو کړي خو خپل دې شوم هدف ته به هیڅکله هم ونه رسیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ  مبارزه د هیواد د روښانه راتلوونکي او هوساینې په موخه روانه کړې د استقبال مبارزه ده. د وجدان خاوند هر وګړی پدې خبره ډیر ښه پوهیږي.

ولسمشر اردوغان وویل د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي‌ وو  ( مونږ د ترک ملت ته ستونزه نلرو، زمونږ ستونزه د اردوغان سره ده. اردوغان باید له واکه لرې کړو ) وویل ، ای ماکرونه : ستا موده ډیره لنډه ده. وخت دې لږ پاتې دی. ته پخپله تلونکی يي. یو څو کاله مخکې ما تاته څه ویلي‌ وو؟ تا سره مې په یوې ټیلیفوني‌ مرکه کې ویلي‌ وو چې هیڅ تاریخي‌ معلومات نلري. لومړی تاریخ زده کړه او وروسته بیا  ترکیې ته د تاریخ درس ورکړه. مونږ تاسې په الجزایر کې پیژنو چې څه باندې یو میلیون تنه بې ګناه الجزایریان مو په قتل ورسول.  مونږ تاسې په رواندا کې پيژندو چې څه باندې ۸۰۰ زره تنه رواندایان مو په بې رحمانه توګه په قتل ورسول. مونږ تاسې په لیبیا کې پيژنو چې په سلګونو زره تنه لیبیايي‌وګړي مو په قتل رسولي‌ دي. تاسې مونږ ته د انسانیت درس راکولې نشۍ ځکه چې ستاسې لاسونه د په سلګونو زرو تنو بې ګناه انسانانو په وینو سره دي. کله چې مونږ د عثمانیانو په توګه دې سیمو ته تللي‌ یو د ځان سره مو سوله او هوساینه وړې ده . 

مونږ هلته د ځان سره انسانیت وړی دی. تاسې لومړی دا زړه کړۍ . خو حقیقت دادی چې دوې دا زغملی نشي . ددې لپاره دوې لیوني کیږي .



اړوند خبرونه