په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۸۸ زرو نه واوښته

1489132
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۹۵۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۲ زره او  ۲۱۳    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۷۱  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۸۸ زره ۱۲۶  ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۱۷   تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۶  زره او ۵۲۴  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۲۳   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۸  میلیونه  ۳۲۵  زره ۱۳۷    ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.

 



اړوند خبرونه