په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبو پيښو شمیره ۲۸۵ زرو ته نږدې شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۸۳۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۱ زره او ۱۹۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۶۷۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۸۴ زره ۹۴۳ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۴۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۴ زره او ۱۸۸ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۱۱۸۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۸ میلیونه ۱۰۵ زره ۲۲۲ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.