د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې یوه بله تاریخي ډرامه نندارې ته وړاندې کیږي

د ترکیې ملي راډیو تلویزیون یوه بله ډیره مهمه تاریخي ډرامه جوړه کړه

1488406
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې یوه بله تاریخي ډرامه نندارې ته وړاندې کیږي

د ترکیې ملي راډیو تلویزیون داځل د سلجوقیانو د امپراتورۍ د دورې اړوند یوه بله ډیره په زړه پورې تاریخي  ډرامه جوړه کړه

 د   ( لوی سلجوقیانو ویښیدل ) په نامه نوې تاریخي  ډرامې لومړۍ برخه به د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه نندارې ته وړاندې شي.

ترکیې ملي  راډیو تلویزیون چې د تیرو څو اونیو راهیسې د نوموړې تاریخي  ډرامې اعلانات او ځینې صحنې خپرولې نوم يي ورته نه وو اعلان کړی چې تیره ورځ يي ورته نوم رسمآ اعلان کړ.

د ویلو ده چې دې ډرامې وار د مخه د لیدونکو توجه ځانته جلب کړې ده . نندارچیان د ډرامې د نشر لپاره ورځې شمیري. پدې ډرامه کې لیدونکو ته د سلجوقیانو د امپراتورۍ یعنې د تورې د ځلیدو او قلم رڼايي د پيړۍ په اړه معلومات وړاندې کوي.

د لوی سلجوقیانو ویښیدل د ډرامې سره د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون آرشیف د فیلینتا، قیام ایرطغرل، پایتخت عبدالحمید او یا استقلال یا مرګ په نامه د تاریخي  ډرامو نه وروسته یوه بله هم اضافه کیږي.

د ویلو ده چې دا ډرامه د ترکیې د نړۍ په کچه د پيژندنل شوو مشهورو سینمايي لوبغاړو، شانداره تاریخي جامو، تاریخي  مکانونو او په زړه پورې تاریخي  کیسې سره د غواړي  چې د نندارچیانو په زړونو کې تخت جوړ کړي.

 



اړوند خبرونه