ولسمشر اردوغان : کرونا د ترکیې نه روغتیايي‌ او نه هم اقتصادي‌ سیستم ته زیان رسولی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اجازه يي نده ورکړې چې کرونا ویروس د ترکیې روغتیايي سیستم او اقتصادي سیستم جام کړي.

1486346
ولسمشر اردوغان : کرونا د ترکیې نه روغتیايي‌ او نه هم اقتصادي‌ سیستم ته زیان رسولی دی
Erdoğan.2.jpg

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د ولسمشرۍ کمپلکس د کولتور او کانګرې په مرکز کې جوړو شوو د ترکیې بیمې د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې کرونا ویروس ناروغۍ ته په اشارې سره وویل چې « د کرونا ویروس ناروغۍ یو زیات شمیر هیوادونه غافلګیره کړي‌ دي . د مادي‌ پلوه د ترکیې نه په ډیر ښه حالت کې دا هیوادونه د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو په مسئله کې په یو زیات شمیر برخو کې د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شول. په نړۍ کې یوه نوې دوره پیل شوې ده چې هیڅشې به د پخوا په څیر پاتې نشي.

بداسې حال کې چې په نړۍ کې د یو زیات شمیر هیوادونو اقتصادونو د ودې پر ځای کوچني‌ شوي دي لکه امریکا، جرمني، جاپان او انګلستان او د کرونا ویروس له امله يي ستر ټکان خوړلې او لړزیدلي‌ دي خو برعکس تر ترکیې بیا اقتصادې کوچني‌والي  مسئله تر ټولو کمې سویې ته رارسولې ده. هغه وویل پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې پانګه اچونې د دریدو نقطې ته رارسیدلي‌ دي خو ترکیه اوس هم د جاذبې مرکز دی. ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې اقتصاد د ځان په راټولو پيل کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د ناروغۍ پدې موده کې د نوو فرصتونو دروازې پرانیستي‌ دي او په نورو برخو کې به هم اقتصاد لا پیاوړی شي.



اړوند خبرونه