ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا د مشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس مایکل سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

1485958
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا د مشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس مایکل سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس مایکل سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د ختیځې مدیترانې په وروستیو پرمختګونو او د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د اروپآ د شورا د مشر سره پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  یونان او بعضې اروپايي ټولنې غړي هیوادونه په ختیځه مدیترانه او ایژې د روانو ستونزو د کچې د لا لوړولو په خاطر هڅې کوي چې اروپايي ټولنه ددوې د مخنیوي‌ په خاطر باید خپل مسئولیت ادا کړي او د هر ډول ستونزو مخه ونیسي. ټولنه باید د حقانیت په چوکاټ کې دا ګام اوچت کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې د بعضو هیوادونو د مشرنو پارونکې او لمڅوونکې څرګندونې ددې پیښې د حل پر ځای لا ژوریدو ته لار هواره وي.

د ختیځې مدیترانې په اړه د اروپايي ټولنې سیاستونه او دریځ د نړۍوالو حقوقو او سیمه ایزې سولې په برخه کې د صمیمت امتحان دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د اروپايی ټولنې د اداراتو  مقاماتو  او غړیو هیوادونو نه  د ختیځې مدیرانې  او د سیمې د ټولو مسئلو په اړه د  عادلت ، بې طرفه او صمیمت بلنه ورکوو.



اړوند خبرونه