د ترکیې او اذربایجان وسله والو ځواکونو ګډ پوځي تطبیقات ترسره کړل.
ترکیې او اذربایجان وسله والو ځواکونو په ګډه توګه بریالي پوځي تطبیقات ترسره کړل
![د ترکیې او اذربایجان وسله والو ځواکونو ګډ پوځي تطبیقات ترسره کړل.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/65f2/af9b/51dd/5f5409f4161da.jpg?time=1718930153)
د اذربایجان د ناهچیوان په سیمه کې په ترسره شوو ګډو تطبیقاتو کې په سمبولیکه توګه د دښمن ټاکل شوي هدفونه د مځکنیو او هوايي بریدونو سره له منځه یوړل شول.
د اذربایجان او ترکېې ترمنځه د ګډو پوځي همکاریو په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو وسله والو ځواکونو ترمنځه د همغږۍ د کچې د لوړولو په خاطر په ترسره شوو دې تطبیقاتو کې ټاکل شوي هدفونه په ډیره بریالۍ توګه لمنځه یوړل شول.
پدې تطبیقاتو کې ۲۶۰۰ تنه سرتیرو، ۲۰۰ ټانکونو د زغرولو موټرو، ۱۸۰ توغندیو دستګاوو، توپ او هاوان توپونو او ۱۸ چورلکو او جنګي الوتکو او څه باندې ۳۰ دفاعي هوايي سیستمونو ګډون کړی دی.
جنګي الوتکو مختلفې دندې په ډیرې بریالۍ توګه اجراء کړې. همداشان د تطبیقاتو په پای کې چورلکو د ترکیې او اذربایجان بیرغونه په هوا کې ورپول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718930154)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718930154)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله