په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۲۷۸ زرو تنو نه واوښته

1485431
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۶۲۰    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۹ زره او  ۴۹۷    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۷۳    تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۷۸ زره ۲۲۸    ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۸۴   تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۰  زره او ۹۲    تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۰۹۱   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۷  میلیونه  ۶۸۲  زره ۶۹۷    ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه