ترکیه : د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره هیڅډول بې عدالتیو ته به اجازه ورنکړو

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې ترکیه به  شمالي قبرس ترک جمهوریت سره هیڅډول بې عدالتۍ ته اجازه ورنکړي.

1483568
ترکیه : د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره هیڅډول بې عدالتیو ته به اجازه ورنکړو

 

چیلیک د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې د امریکا متحده ایالتونو لخوا په سویلي قبرس روم ادارې باندې لګولی د وسلو بندیز د لرې کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا ګام یو ډیر غلط ګام دی. ښکاره بې عدالتي‌ ده.

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې سویلي قبرس روم اداره د قبرس په ټاپو کې د بې ثباتۍ او بې استقرارۍ اصلي‌ لامل او پلو دی. نوموړو تل په ټاپو کې د حل لارې سره مخالفت کړی .

د امریکا دا پریکړه د سویلي قبرس اداره بې عدالتۍ او حقوقو د خپو لاندې کولو ته تشویقوي‌ او جسارت ورکوي. ترکیه د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره هیڅډول بې عدالیتو ته اجازه نه ورکوي.

ترکیه او شمالي قبرس په ټاپو کې تل د حقوقو، ډیپلوماسۍ او حقانیت نه نورې هر ډول لارې ردوي.

پداسې حال کې چې ترکیه او شمالي قبرس تل د حقانیت پلوي کړې یونان د پټو او غیرې قانوني‌ تړونونو سره حقوق او حقانیت د خپو لاندې کوي.

ترکیه د ضمانت کوونکي‌ هیواد په توګه د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د حق او منافعو نه دفاع ته ژمن دی.

د ترکیې ولسمشر پدې برخه کې غوڅ پیغام ورکړی دی . ترکیه د حق او منافعو په برخه کې هیحډول تحمیلونو ته غاړه نږدي او هیچا ته هم امتیاز نه ورکوي. ترکیه د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره د هر ډول بې عدالتۍ ته اجازه نه ورکوي.



اړوند خبرونه