ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یونان ته خبرداری ورکړ
چاوش اوغلو : یونان باید د نورو په لمڅون ځان د ترکیې په مقابل کې د اچولو نه ډډه وکړي ، که نه وي په ناکامۍ محکوم دی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو یونان ته ډیر سخت خبرداری ورکړ. هغه خبرداری ورکړ که چیرې یونان د میيس په ټاپو کې د حد نه ډیر وسله وال ځای په ځای کړي په ماتې به محکوم شي.
بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په انقره کې د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر صبري بقدوم سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې یونان د مییس ټاپو ته وسله وال ځواکونه استولي دي وویل « یونان پلو پدې اړه په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو په اړه ویلي دي چې دا عسکونه د نوبت د بدلون پر مهال اخیستل شوي دي. خو مونږ یو ځل بیا یونان ته خبر داری ورکوو که چیرې د مییس په ټاپو کې د حد نه ډیر وسله وال ځای په ځای کړی شي دا به د هغوې په ضرر وي. یونان نن ورځ د اروپایي ټولنې پر ملاتړ د نړۍوالو حقوقو پر خلاف ځیني پارونکي ګامونه اوچتوي. خو یو ځل بیا وایو چې ترکیه نه د چا حق خوري او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې د ترکیې حق وخوري. مونږ یو ځل بیا په یونان غږ کوو چې د نورو په لمڅون فریب ونخوري او د ترکیې پر خلاف د هر ډول ګامونو د اوچتولو نه ډډه وکړي.
هغه وویل چې ترکیه د ختیځې مدیترانې په مسئله کې تل مذاکراتو ته چمتو دی. ترکیه د هر چا سره د مذاکراتو په میز کیني. ترکیه په عادله توګه د سیمې د زیرمو د ویشلو غوښتوونکی دی.