ولسمشر اردوغان د اګست ۳۰ ستر بري د لمانځو په چوکاټ کې د اتاترک د مزار زیارت وکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، د ترکیې دا ستر بریالیتوبونه د خپل حق او منافعو نه  د دفاع د قوي ارادې ښکارندويي کوي.

1481512
ولسمشر اردوغان د اګست ۳۰ ستر بري د لمانځو په چوکاټ کې د اتاترک د مزار زیارت وکړ

 

ولسمشر اردوغان د ترکیې د استقلال د جګړې د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې د لمانځنې په چوکاټ کې د ټولو دولتي‌ اراکینو سره یو ځای د ترکیې د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ.

ولسمشر اردوغان د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ د ایښودو او د درناوي‌ د مراسمو د ادا کولو نه وروسته د مزار په ځانګړي‌ کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل ! عزیز اتاترک ، د ستر بري په ۹۸ یمه کلیزه کې ستاسې ذات عالي او درنو شهیدانو  نه یو ځل بیا په ډیر درناوي‌ یادونه کوو او تاسې ته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو. ستاسې لخوا مونږ ته په میراث کې پاتې ترکیې جمهوریت د لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کار کوو. د جمهوریت سلمې کلیزه یعنې  ۲۰۲۳ کال ته   د اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیک پلوه د لا قوي، خپلواکه او مرفه  هیواد په توګه داخلیدو ته ژمن او قوي اراده لرو. د سوریې نه تر لیبیا، تورې بحیرې نه تر ختیځې مدیترانې پورې د نړۍ په مختلفو سیمو کې مو ترلاسه کړي‌ بریالیتوبونه زمونږ د هیواد د حق او منافعو نه د دفاع په برخه کې د قوي ارادې لرولو ښکارندويي کوي. 

ترکیه به په ځانګړي‌ توګه په مدیترانه کې هیڅډول تهدید، تحمیل او باج غوښتنې ته غاړه کینږدي، د نړۍوالو حقوقو او دوه جانبه تړونونو  په نتیجه کې د ترلاسه شوو حقونو نه دفاع  کولو ته دوام ورکړو. 

روح مو ښاد .

د ویلو ده چې د اګست ۳۰ مه د ترکیې د استقلال د جګړې پر مهال د ستر بري د کلیزې نه په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د څه باندې ۳۰۰ ډرون الوتکو سره  یوه ډیره په زړه پورې ننداره جوړه شي.

د ویلو ده چې د اګست د ۳۰ مې د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې د لمانځنې مراسم د ولسمشر رجب طیب اردوغان اردوغان لخوا د اتاترک د مزار انت کبیر د زیارت سره پیل شوي وروسته به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر اردوغان لخوا د مبارکیو په منلو او وروسته د رسم ګذشت په مراسمو سره به دوام وکړی.

همداشان نن شپه د ماسخوتن په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو به د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارد د قومندانۍ  او  ملي دفاع وزارت  د موسیقۍ د ځانګړو ډلو لخوا کنسرت اجراء شي.

همدشان  د کنسرت نه وروسته به د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا د ۳۰۰ ډرون الوتکو سره ځانګړې ننداره جوړه شي.



اړوند خبرونه