ولسمشر اردوغان د اګست ۳۰ مې د ستر بري د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست ۳۰ مه په ترکیه کې د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان د اګست ۳۰ مه د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اګست د ۳۰ مې د ستر بري سره دا خاوره د عزل او ابد لپاره زمونږ وطن دی ټولې نړۍ اعلان شوی دی. دا بری یو ملت چې په تاریخ کې د خښولو خوب لیدل شوی وو د هیرو نه د راژوندي کیدو، په خپلو خپو د درولو او له سره د تاریخ صحنې او د راویستو اعلان دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترک ملت په توګه او شمالي قبرس ترک جمهوریت د ورونو سره یو ځای د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې له امله ډیر خوښ او ویاړو.
په ترکیه او ټوله نړۍ کې میشو ترکانو ته د اګست د ۳۰ مې د ستر بري له امله د زړه له کومې مبارکي وایم.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ د سامسون ولایت نه د پيل شوې استقلال جګړې پر مهال د اګست په ۳۰ مه د عالی سرقومندانۍ د میدان په جګړه کې یو ډیر غوڅ ستر بری ترلاسه شو.
د اګست ۳۰ مه د ستر بري د ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اګست د ۳۰ مې د ستر بري سره دا خاوره د عزل او ابد لپاره زمونږ وطن دی ټولې نړۍ اعلان شوی دی.
دا بری یو ملت چې په تاریخ کې د خښولو خوب لیدل شوی وو د هیرو نه د راژوندي کیدو، په خپلو خپو د درولو او له سره د تاریخ صحنې او د راویستو اعلان دی.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې د استقلال او استقبال مجادله نن ورځ هم دوام لري.
نن ورځ په ختیځه مدیترانه کې د تجرید هڅه کوونکي یوه پيړۍ مخکې زمونږ د هیواد اشغالوونکي عیني کسان دي البته چې دا کوم تصادف ندی.
زمونږ ملت چې لکه څرنګه په فقر او د هر ډول امکاناتو د نه شتون سره د استقلال په مبارزه کې پدې ډول ستر بری ترلاسه کړی وي ، نن ورځ به هم په ختیځه مدیترانه کې او زمونږ پر خلاف ټولې حملې شنډې کړي او د هغوې د سیور د معاهدې هوا او هوس به د هغوې په ستونو کې وچ کړي. پدې خبره کې باید هیڅوک شک او شبهه ونلري.
یو ځل بیا ترکیې د جمهوریت موسس او د لوی تعرض عالی سرقومندان غازي مصطفی کمال اتاترک او د هغه ملګري په درناوي سره یادوو او د زرګونو کلونو راهیسې ددې ښکلي وطن نه د دفاع په لاره کې شهید شوو ټولو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، غازیانو ته د روغتیا او اوږد عمر غوښتنه کوم. د اګست ۳۰ مې ستر بری دې د ټولو مبارک وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله