ولسمشر اردوغان د ناټو د سرمنشي‌ سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1481082
ولسمشر اردوغان د ناټو د سرمنشي‌ سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د ناټو سازمان د عمومي‌ سکرتر ینس ستولتنبرګ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

 د بیان له مخې ولسمشر اردوغان د ستولتنبرګ سره د ختیځې مدیترانې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې. همداشان ولسمشر اردوغان ستولتنبرګ ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د خپل حق او منافعو نه تل په هر ځای کې چي وي‌ دفاع کولو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د ټولو هیوادونو په ګټه د عادلانه حل لارې او  د سالمو او روغو مذاکراتو نه ملاتړ کوي.

همداشان د نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کوونکو او د سیمې سولې او استقرار ته ضرر رسوونکو  یوه پلوه  ګامونو په مقابل کې  ناټو سازمان باید خپل مسئولیت پر ځای کړي.



اړوند خبرونه