په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۶۵ زرو نه واوښته

1481081
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۳۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۶   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۲۴۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۷   زره او  ۸۱۴    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۱۷    تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۵    زره ۵۱۵    ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱۷    تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۴۱  زره او ۸۰۹   تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۸۹۶  تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  شپږ  میلیونه  ۸۳۵  زره ۶۷۴   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه