په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۶۲ زرو نه واوښته

1479822
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۱۸۳  تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۰   زره او  ۱۰۹   تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۳۱۳   تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۲   زره او۵۰۷   ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۲   تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۹  زره او ۷۹۷   تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۸۴۱  تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  شپږ  میلیونه  ۶۲۱  زره ۷۴۹   ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې په ترکیه کې د لومړي‌ ځل لپاره د ټسټونو شمیره تر سلو زرو لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه