ترکیې یونان او اروپا ته ډیر سخت خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، ترکیه چې څه ووايي هغه خامخا کوي او د بدل پرې کولو ته يي هم تیار دی.

1479448
ترکیې یونان او اروپا ته ډیر سخت خبرداری ورکړ

 

ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې موجودو ستونزو  په اړه ډیر غوڅ پیغامونه ورکړل. ولسمشر اردوغان یونان ته د ډیر سخت خبرداري په ورکولو سره وویل چې په خپلو مخاطبینو غږ کوو چې خپلو کړو ته باید ډیر په جدي‌ توګه پاملرنه وکړي، د هغه ډول کړنو او چلند نه چې ددوې د بربادۍ لامل ګرځي د ډډه کولو  بلنه ورکوو. ولسمشر اردوغان وویل ترکیه تش لافې نه وهي. څه چې ووايي هغه خامخا کوي‌ او بدل پرې کولو ته يي هم تیار دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د مالازګیرت په ملي پارک کې د مالازګیرت د ستر بري‌ د ۹۴۹ مې کلیزې د لمانځې په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې په ختیځه مدیترانه کې موجودو ستونزو په اړه ډیر مهم او غوڅ پیغامونه ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې پرون مو په اخلات کې د خپلو نیکونو د هدیرې نه په زیارت پیل کړی پروګرام چې د شپې تر ناوخته ساعتونو يي دوام وکړ  پایته ورسو. د ځوانانو کمپ مو پرانیسته او په اخلات کې مو د جوړې کړې د  ولسمشرۍ په  کمپلکس  کې د شاوخوا ولایتونو د والیانو سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا جغرافیه هم زمونږ او هم د بشریت لپاره ډیر سپیڅلې او مبارکه جغرافیه ده. زمونږ مدنیت د فتحو مدنیت دی. مونږ هم د خپلو نیکو لارې په تعقیبولو سره غواړو چې حق او حقوق حاکم کړو او راتلوونکو نسلونو ته یو ډیر ښه او د حق او حقوقو پر بڼسټ ولاړ میراث په امانت کې پریږدو. 

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د ملت په توګه ډیر زیات ستر ستر بري ترلاسه کړي دي.

د ترکانو لخوا د اناتولیا فتحې یواځې د بیزانس امپراتوري او دولت نه بلکې ددې سره سم اروپا لپاره هم ډیره ستره ماتې وه. هغوې ډیره هڅه وکړه چې مونږ بې وطنه کړي‌ خو بریالي‌ نشو. همداشان د بیزانس میراث د فاتح سلطان احمد خان سره یو ځای عثماني‌ امپراتورۍ ته پاتې شوی دی.

ولسمشر اردوغان یونان ته د خبرداري‌ سره وویل چې هغه برخې چې حتا د بیزانس د وراثت لیاقت هم نلري نن ورځ د اروپایانو پر ملاتړ حق او حقوق د خپو لاندې کوي او د ډاړه مارۍ هڅه کوي. خو دوې ته زما پیغام چې دادی چې د خپل تیر تاریخ نه ښه سبق واخلي.

ولسمشر اردوغان د یونان په مشرانو غږ وکړ، خپل کړنې او چلند سم کړۍ، د داسې کړونو او چلند نه چې ستاسې د بربادۍ لامل ګرځي ډډه وکړئ. غلطو ګامونو اوچتولو نه باید ډډه وکړي. مونږ غواړو چې ټولو ته دا وښایو چې ترکیه اوس هغه هیواد ندی چې څوک يي صبر ، امکانات او جسارت امتحان کړي.

ترکیه چې کوم شي‌ ته نیت وکړي‌ او ووايي چې کوم يي بیا يي‌ کوي‌ او بدل پرې کولو ته يي هم تیاره ده. هو که چیرې څوک ددې ټولو سره سره بیا هم غواړي چې زمونږ سره ښکر په ښکر شي‌ نو دا ګز دا میدان. او که نوي‌ زمونږ پر وړاندې دې د خنډونو جوړولو نه ډډه وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به په ختیځه مدیترانه ، مدیترانه ، ایژې او توره بحیره کې خپل حقونه خامخا واخلي.

لکه څرنګه چې مونږ د چا خاورې، ملي حاکمیت او مشروع حقونو ته سترګې خښې کړي‌ ندي او د اخیستو نیت يي نلرو نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې زمونږ حق ته په چپه سترګه وګوري او یا زمونږ حق وخوري.

مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې زمونږ حق وخوري.هغه کسان چې په ترکیه کې د ګډوډۍ او بې ثباتې په خاطر پلانونه يي شنډ شوي‌ دي‌ دا پلانونه به يي په سیند لاهو شي. هیڅکله به هم دا فرصت پیدا نکړي. ترکیه به په مدیترانه، ایژې او توره بحیره کې خپل حقونه خامخا واخلي.



اړوند خبرونه