قالن : ترکیه به هیڅکله هم د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم نه لاس وانخلي

قالن : د امریکا لخوا ترکیې ته د اړیکو د لا ودې په مقابل کې د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو سیستم واپس کړۍ شرط او شراط وړاندې کول یو ډیر ناسم ګام دی

1478475
قالن : ترکیه به هیڅکله هم د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم نه لاس وانخلي

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې، د امریکا متحده ایالتونو لخوا  ترکیې ته د روسیې نه د اخیستو اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو  پر سر ځینې شرط او شرايط وړاندې کول ناسمه خبره ده.

قالن دا څرګندونې د امریکا د بلامبیرګ تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې امریکا د ترکیې سره د امنیتي ، تجاري او نورو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا په مقابل کې ترکیې ته د روسیې نه د اخیستو اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندیو  نه د لاس په سر کیدو او یا ددې دفاعي‌ سیستم د نه فعالونو شرط او شرایط وړاندې کول یوه ډیره ناسمه خبره ده.

هغه وویل چې دا ډول شرط او شرایط د ترکیې لپاره په هیڅ ډول د منلو وړ ندي. ترکیه یو خپلواکه او مستقل هیواد دی او د روسیې نه يي د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو د سیستم د رانیولو پریکړه هم د همدې خپلواکۍ په چوکاټ کې کړې ده. 

قالن د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ترکیې د روسیې نه اخیستي‌ اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ تر اوسه پورې فعاله کړي‌ ندي خو دا بهیر دوام لري. 

هغه زیاته کړه چې دا سیستم اوسمهال فعاله ندی خو په اړه يي بهیر دوام لري. یعنې د اس ۴۰۰ سیستم نه لاس په سر کیدل ناممکنه خبره ده. د ترکیې او روسیې ترمنځه د اس ۴۰۰ سیستم په اړه په لاسلیک شوي‌ تړون کې د تکنالوژۍ د ټرانسفر مسئله هم شتون لري چې پدې تړون کې هیڅډول تغیر راوستل ممکن ندي.

قالن وویل چې نن ورځ د ترکیې ملي امنیت ته ستر ګواښ مخامخوونکې دوه مسئلې شتون لري‌ چې دواړه يي‌ د امریکا پورې اړه لري. لومړی په سوریه کې د امریکا لخوا  د پ ک ک ترهګري سازمان څانګو پ وای ډي او وای پ جي سره د وسلو او مهماتو مرسته ده او دویم په امریکا کې میشت د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان مشر فتح الله ګولن دی.

هغه وویل چې ترکیه د امریکا سره په اړیکو کې د هر ډول ستونزو او خنډونو د لمنځه وړو غوښتنه کوي. 



اړوند خبرونه