په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۶۱ زرو نه واوښته

1479071
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۱۶۳  تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۸  زره او  ۲۳۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۰۲  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۱  زره او ۱۹۴  ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۴  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۸  زره او ۷۹۵  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۸۱۱  تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  شپږ  میلیونه  ۵۲۱  زره ۶۴۰  ته لوړه شوې ده.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه