په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۵۸ زرو نه واوښته

1477816
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۱۲۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۸۰ زره او  ۳۰۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۲۱۷ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۵۸ زره او ۲۴۹ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۹۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۷ زره او ۱۶۵ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۷۸۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  شپږ  میلیونه  ۳۲۷ زره ۴۶۶ ته لوړه شوې ده.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه