ترکیې یو بل تاریخي‌ جومات هم د عبادت پرمخ پرانیسته

په استانبول کې د ایا صوفیه د تاریخي‌ جومات نه وروسته یو بل تاریخي‌ جومات هم چې په موزیم اړول شوی وو بیرته د عبادت پرمخ پرانیستو پریکړه وشوه.

1476561
ترکیې یو بل تاریخي‌ جومات هم د عبادت پرمخ پرانیسته

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تقنیني فرمان په لاسلیکولو سره د استانبول د کاریه تاریخي جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو پریکړه وکړه. د ولسمشر اردوغان فرمان په رسمي‌ جریده کې د خپریدو سره نافذ شو.

د ویلو ده چې د ترکیې عالي‌ اداري‌ محکمې د کاریه تاریخي‌ جومات په اړه چې په ۱۹۴۵ کال  د وزیرانو د شورا حکم  چې له مخې  جومات په موزیم او د موزیم په ډیپو اړول شوی وو لغوه کړ د جومات يی له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان په لاسلیک کړي‌ فرمان کې د کاریه تاریخي‌ جومات چارې د ترکیې دیني‌ چارو ریاست ته وسپارلې.

د کاریه جومات چې په شپږمه پيړۍ کې د کاریه کلیسا په توګه جوړ شوی وو د استانبول د فتحې نه وروسته په ۱۵۱۱ میلادي‌ کال کې د سلطان دویم بایزید خان  د صدراعظمانو نه عطیق علي پاشا لخوا په جومات واړول شو. همداشان د ۱۹۴۵  میلادي‌ کال د اګست په دویمه نیټه د وزیرانو شورا د پریکړې سره د کاریه جومات په موزیم واړول شو.

د ویلو ده چې ترکیې تیره میاشت د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات هم له سره د عبادت پر مخ پرانیستی وو .



اړوند خبرونه