په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۵۴ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۰۵۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۲ زره او ۳۰۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۱۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۵۴ زره او ۵۲۰ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۴ زره او ۷۹۷ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۷۳۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره شپږ میلیونه ۶۱ زره ۹۳۰ ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۹۲ زرو تنو ته د کرونا ټسټ شوی دی. هغه وویل چې د اګست په دریمه نیټه چې د ورځنیو ټسټونو شمیره ۴۱ زره وه نن ورځ د څه باندې ۹۲ زرو ته لوړ شوي دي. همداشان د ساحوي روغتیايي پرسونل شمیره ۹۳۴۴ تنو ته لوړه شوې ده . د کرونا ویروس د ناروغانو سره د تماس کوونکو د تعقیب او هغوې ته د لاس رسي رقم ۹۸ عشاریه ۹ سلنې ته لوړ شوی دی. . که چیرې د تدابیرو په مراعات کولو کې قوي اراده وښایو د ویروس د خپریدو مخه به په لویه کچه ونیول شي.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.