په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۵۳ زرو نه واوښته

1475876
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۰۳۹ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۸۷ زره او  ۲۲۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۳۰۳ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۵۳ زره او ۱۰۸ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۳ زره او ۹۱۵ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۷۱۹ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  پنځه  میلیونه  ۹۶۹ زره ۶۲۹ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې په هیواد کې د لومړي‌ ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۸۷ زرو تنو ته د کرونا ټسټ شوی دی. د کرونا نني‌ ارقام په اصل کې د لسو ورځو مخکې د تدابیرو نه مراعات کولو نتیجه ده. که چیرې د تدابیرو په مراعات کولو کې قوي‌ اراده وښایو د ویروس د خپریدو مخه به په لویه کچه ونیول شي.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه