د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکايي سیال سره لیدنه وکړه
چاوش اوغلو : د ترکیې په اړه د بایدن څرګندونې د جهالت نه ډکې څرګندونې دي
د ترکیې د بهرنیو چار وزیر مولود چاوش اوغلو ، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ نوماند جو بایدن لخوا د ترکیې په اړه د ناسمو څرګندونو اړوند وویل چې
" مونږ دا ډول تحمیلونه د ریښونه ردوو. دا په اصل کې د ترک ملت د معلوماتو نه درلودونکي د جهالت نه ډکې څرګندونې دي."
مولود چاوش اوغلو چې د رسمي سفر په ترڅ کې دومینیکا جمهوریت ته سفر کړی هلته يي د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو سره هم لیدنه وکړه.
چاوش اوغلو د پمپیو سره د لیدنې په اړه خبریالانو ته وویل چې ، د پمپیو سره مو د مهمې اجندا د مسئلو سربیره د لیبیا په مسئلې خبرې وکړې. همداشان د امریکا سره د متخصصینو په کچه د سلامشورو د دوام په اړه په توافق ورسیدو.
هغه وویل چې پدې لیدنه کې پمپیو ته د ختیځې مدیترانې په اړه د ترکیې دریځ د نقشې سره بیان کړ. همداشان په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د پر حق دعوا او سمندري حدوداتو په اړه هم هغه ته معلومات ورکړل.
چاوش اوغلو وویل چې " یونان لوری تل ناسم پروپاګند کوي. ټولو ته ترکیه په ناحقه ده او نړۍوال حقوق د خپو لاندې کوي ادعاء کوي. حال دادی چې ترکیه هر ګام د نړۍوالو حقوقو سره سم اوچتوي. "
چاوش اوغلو د بایدن لخوا د ترکیې په اړه د کړو ناسمو او بې مسئولیته څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، په امریکا کې د ولسمشرۍ نوماند بایدن په ۲۰۱۴ کال کې هم په منځني ختیځ کې د ترکیې په اړه ځینې بې مسئولیته او ناسمې څرګندونې کړې وې چې وروسته يي بیا ولسمشر اردوغان نه د ټیلیفون په کرښه بښنه وغوښته.
هغه وویل چې ترکیه اوس هغه پخوانۍ ترکیه نده او دا ډول تحمیلونه د ریښې نه ردوي. دا د جهالت نه ډکې څرګندونې ددې ښکارندويي کوي چې دوې تر اوسه پورې ترک ملت په اړه سم معلومات نلري.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند جو بایدن د تیر کال د دسمبر په میاشت کې یوې غونډې ته د ترکیې په اړه په خپله وینا کې ویلي وو چې د بري په صورت کې به په ترکیه کې د مخالفینو د قوي ملاتړ سره موجود اقتدار ته تغیر ورکړي.
د بایدن دا بې مسئولیته او د رسوايي نه ډکې څرګندونې تیره اونۍ په رسنیو کې خپرې شوې چې په ترکیه کې ډیر سخت غبرګون پارولی دی.
د ویلو ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دومینیکا جمهوریت د نوي ولسمشر لوئیس ابینادار کورونا د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.