اروپايي ټولنې ته د ترکیې ځواب

ترکیې د ختیځې مدیترانې په اړه  اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو  د مذاکراتو وړاندیز ته ځواب ووایه.

1473456
اروپايي ټولنې ته د ترکیې ځواب

 

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې د سمندري‌ حدوداتو او طبعي‌ زیرمو نه ګټه پورته کول یواځې د ښه نیت، ښه ګاونډیتوب اړیکو او نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د ډیالوګ او مذاکرې له لارې سره د امکان وړ دي. دا ستونزې ددې لارو څخه حل کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا  د ټولنیزې مډیا له لارې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دې غږ او وړاندیز ته لازم ځواب ورکړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي‌ دي چې

" ترکیه د خپلو مشروع حق او منافعو نه دفاع کولو ته ژمن دی. اروپايي ټولنه باید دا وړاندیز او غږ په ترکیې نه بلکې په ختیځه مدیترانه کې د یو پلوه او پارونکو ګامونو اوچتوونکو باندې وکړي. په هغه برخو باندې چې په سیمه کې د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت حق او ګټو ته درناوی نه کوي‌ وکړي. ترکیه تل د مذاکرې او ډیالوګ پلوي کوي‌ او تل د مذاکراتو له لارې ددې ستونزې د حل غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه