په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۴۶ زرو نه واوښته

1473237
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۹۳۴ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۰ زره او  ۱۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۲۲۶ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۴۶ زره او ۸۶۱ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۲۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۸ زره او ۹۸۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۶۵۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  پنځه  میلیونه  ۵۹۲ زره ۷۲ ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزیر وویل چې د کرونا د ټسټونو په برخه کې تر ټولو لوړ رقم ته رسیدلي یو. همداشان د سختو ناروغانو شمیره ۶۵۶ تنو ته لوړه شوې ده .

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه