ترکیې په عراق کې د پ ک ک ترهګري سازمان د فعالیتونو په اړه دې هیواد ته خبرداری ورکړ.

ترکیه: د پ ک ک ترهګری سازمان چې په کومه پيمانه ترکیې ته ګواښ مخامخ کړی په هماغه اندازه يي‌ عراق ته هم جدي‌ ګواښ‌مخامخ کړی دی

1472161
ترکیې په عراق کې د پ ک ک ترهګري سازمان د فعالیتونو په اړه دې هیواد ته خبرداری ورکړ.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې

" د پ ک ک ترهګري سازمان چې د کلونو کلونو راهیسې په عراق کې ریښې ځغلولي  او ددې هیواد د خاورې نه د ترکیې پر خلاف پر بریدونو کې کار اخلي په اصل کې پخپله د عراق ملي‌ حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا، امنیت او استقرار ته هم جدي‌ ګواښ مخامخ کړی دی. په عراق کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان پر خلاف هر څه عاجل او جدي‌ تدابیرو نیول د هر چا نه مخکې پخپله د عراق مسئولیت او دنده ده.

د همدې امله ترکیه پدې برخه کې د عراق سره هر ډول همکاریو او مرستې ته چمتو دی. او که چیرې په عراق کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر فعالیتونو او شتوالي‌ سترګې پټې کړی شي  ترکیه د خپل ملي‌ امنیت او پولو د امنیت په خاطر هر چیرې چې وي لکه تر ننه پورې ددینه وروسته هم قوي‌ تدابیرو نیولو ته به دوام ورکړي‌ او هر چیرې چې وي هلته به يي سرونه وټکوي.

ترکیه عراق ته د ترهګرو پر خلاف د لازمو ګامونو اوچتولو، د موجود وضعیت د فرصت نه په استفادې سره او د نورو بعضو هیوادونو د بې بڼسټه ادعاګانو او سیمه ایزو سازمانونو او ترهګرو ته د جسارت ورکولو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د زیان رسولو هر ډول چلند او غبرګون نه د ډډه کولو  او د ترهګرو پر خلاف د غوڅ دریځ خپلولو بلنه ورکوي. "



اړوند خبرونه