په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کورنا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۴۴ زرو نه واوښته

1471903
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۸۹۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۶۷ زره او  ۲۳۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۲۱۲ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۴۴ زره او ۳۹۲ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۳۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۷ زره او ۸۹ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۶۳۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  پنځه  میلیونه  ۴۵۴ زره ۹۸۸ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې د روان کال د مارچ د میاشتې د دویمې نیټې نه په اعتبار سره په هیواد کې د لومړي‌ ځل لپاره پدې لوړه کچه ټسټونه کیږي. هغه وویل چې په هیواد کې د هغه ناروغانو چې روغتیايي حالت يي خراب دی شمیره مخ په لوړیدو ده.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه