ترکیې د یونان لخوا د لږه کیو اړوند د ۸ ښوونځیو د تړولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ترکیې د یونان پر خلاف سخت غبرګون وښود
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې یونان په تیرو ۲۵ کلونو کې په لویدیځه تراکیا کې د ترک لږه کیو اړوند ګن شمیر ښوونځي د تصرف تدابیرو او د زده کوونکو د کموالي په بهانه د موقتي تړولو په توګه تړلي دي. یونان دا پریکړه په سیمه کې د ترک لږه کیو سره د هیڅډول سلامشورې نه پرته کړې ده.
دادی یونان یو ځل بیا د لږه کیو د ۸ نورو ښوونځیو د تړولو سره په سیمه کې د ترکانو اړوند د ښوونځیو شمیره ۱۱۵ ته راټیټه کړه.
په بیان کې راغلي دي چې ۲۵ کاله مخکې په لویدیځه تراکیا کې د ترکانو اړوند ۲۳۱ ښوونځیو فعالیت کولو چې نن ورځ دا شمیره ۱۱۵ ته راټیټه شوې ده.
یونان په سیستماتیکه توګه د لسګونو کلونو راهیسې په سیمه کې په ترک لږه کیو ډول ډول فشارونه راوړي او د هغوې د کولتور او فرهنګ د لمنځه وړو هڅه کوي چې وروستی ګام ددې خبرې ښکارندويي کوي.
همداشان اروپايي ټولنه بیا په خپل یو غړي هیواد کې د بشري حقونو د خپو لاندې کولو دې مسئلې په اړه چپه خوله پاتې ده.
حامي اقسوی ویلي دي چې ترکیه په لویدیځه تراکیا کې د ترکي لږه کیو د اداراتو لخوا د غبرګون او څرګندونو نه پوره ملاتړ کوي.
ترکیه به دا مسئله نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو تر غوږونو ورسوي. همداشان په لویدیځه تراکیا کې د ترکي لږه کیو په مورنۍ ژبه د تعلیم ستونزې حل په خاطر به د لوزان تړون په رڼا کې هلو ځلو ته دوام ورکړو.