د ترکیې تحقیقاتي کښتۍ په مدیترانه کې پر تحقیقاتو پیل وکړ
د ترکیې د اوروچ رئیس د پلټنې کښتۍ د اګست تر ۲۳ مې نیټې د پلټنو چارو په خاطر نورو کښتیو ته خبر ورکړ شو.
ددې له مخې د ترکیې د اوروچ رئیس کښتۍ د اتامان او جنګیز په نامه د کښتیو سره یو ځای په ختیځه مدیترانه کې د قبرس په سواحلو کې په اعلان شوې سیمه کې د انرژۍ د پلټنې چارې ترسره کوي.
د ویلو ده چې د اوروچ رئیس څیړنیزه کښتۍ د طبعي زیرمو د پلټون په ګډون د هر ډول جیولوژیک، جیوفزیک ، هیدروګرافیک او اوشینوګرافیک څيړنې ترسره کولی شي.
په پرمختللې تکنالوژۍ سمباله او په نړۍ کې د ګوتو په شمیر د څیړنیزو کښتیو نه اوروچ رئیس دوه اړخیزه او درې اړخیزو څیړونو او هر ډول څیړونو توان او ظرفیت لري.
دا کښتۍ د سمندر په تل کې تر ۸۰۰۰ متره ژوروالي پورې ۳ اړخیزه ، تر ۱۵ زره متره ژوروالي پوره د دوه اړخیزه څيړونو توان لري.
د بله پلوه د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د اوروچ رئیس څیړنیزې کښتۍ چې د نوې دندې په خاطر په ایژې کې لنګر اچولی وو د انتالیا نه د ختیځې مدیترانې د خپل هدف پر لورې حرکت کړی او خپل هدف ته رسیدلې ده .
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ترکیه د انرژۍ په برخه کې د ځان بساینې په خاطر په ختیځه مدیترانه او تورې بحیره کې چارو ته دوام ورکوي. هغه د اوروچ رئیس کښتۍ انځورونه هم د خپل حساب له لارې خپور کړ.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله