د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د مدیترانې پر هیوادونو تاریخي غږ .
ولسمشر اردوغان : ترکیې د چا خاورې، مشروع حقونو او سمندري پولو ته سترګې خښې کړي ندي
د مدیترانې د ټولو هیوادونو په توګه راځئ چې سره یو ځای شو، د هر چا لپاره د منلو وړ او د هر چا د حق او حقوقو نه دفاع کوونکی یو فورمول پيدا کړو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې. هغه د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه چې پدې وروستیو کې په سیمه کې د تاوتریخوالي او جنجالونو لامل ګرځیدلې ده په اړه په نړۍ یو ډیر مهم غږ وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه تل د ختیځې مدیترانې روانه ستونزه د ډیالوګ له لارې او د حقانیت پر بڼسټ ولاړ د یو حل لارې پلوي کوي .
ترکیې د چا خاورې، مشروع حقونو او یا سمندري پولو ته سترګې خښې کړي دي.
هغه وویل چې هیڅوک ترکیه په خپلو سواحلو کې حپس کولې نشي.
مونږ د مدیترانې په ټولو هیوادونو غږ کوو چې راځئ سره یو ځای شو او د مدیترانې د هیوادونو په توګه موجودې ستونزې ته د حل یو داسې فرمول پيدا کړو چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او ټولو حقونه پکې محفوظ وي.
پدې مسئله کې د یو حل لارې د موندولو او اعتدال د رامنځته کیدو پورې د ترکیې په توګه هم په ساحه کې او هم د ډیپلوماسۍ په برخه کې ترکیه خپل موجودیت ته دوام ورکوي او د خپلو پلانونو عملي کولو ته به دوام ورکړو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله